د وروستیو سېلابونو له امله د هیواد د ځینو نورو ولایتونو ترڅنګ په میدان وردګو کې هم خلکو ته ګڼ مالي او ځاني زیانونه واوښتل. پرون د «ډي ار سي» موسسې د دغه ولایت د نرخ، جلریز، چک او دایمیرداد ولسواليو له ۴۳ هغو کورنیو سره چې د سېلابونو له امله یې مالي او ځاني زیان لیدلی و، نغدي مرسته وکړه. د میدان وردګو ولایتي چارواکي وايي، چې له هرې کورنۍ سره له ۹ زره څخه تر ۷۱ زره او ۵۰۰ افغانیو پورې نغدې مرسته وشوه. د چارواکو په وینا اوښتو زیانونو په ته په کتو له نړیوالو موسېساتو د لا نورې همکارۍ غوښتنه کوي. دوی وایې وايي، چې د سېلابونو له امله په میدان وردګو کې د خلکو د استوګنې کورونه نړېدلي او هم یې پراخه کرنیزې ځمکې له منځه تللي دي.
































