د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزير په مشرۍ پلاوی د چين ولسي جمهوریت په رسمي بلنه د «ټرانسهماليا» فورم په درېیمه ناسته کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته روان شو. د یاد وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل پر خپله ټویټر پاڼه ویلي چې په دغه پلاوي کې د اقتصاد وزارت مرستیال عبدالطيف نظري او یو شمیر نور مسوولین هم شامل دي. نوموړی زیاتوي چې په یاد فورم کې د هماليا غرونو شاوخوا هېوادونو ترمنځ به پر اقتصادي همکاریو، سيمهييز اتصال او ايکولوژيکي بدلونونو بحثونه وشي. تکل ویلي، چې د بهرنیو چارو وزیر او مل پلاوی به د یاد فورم په څنګ کې د چین ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر او نورو هېوادو له استازو سره دوه اړخیزې ناستې هم ولري.
































