د بښنې نړۍوال سازمان پاکستان کې د افغان کډوالو د خپل سرو نیولو او د شړلو له امله اندېښنه ښودلې ده. دغه سازمان د کډوالو د وضعیت په اړه د نړۍوالې ټولنې پر بې پامۍ نیوکه کړې ده. د بښنې نړۍوال سازمان پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي؛ دا ډېره د اندېښنې وړ ده، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت د نړۍوالې ټولنې د پام وړ نه ګرځي. د پاکستان حکومت تازه اعلان کړی، چې له دغه هېواده به ۱.۱ میلیونه ناقانونه کډوال وشړي. پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړی، چې دغه پرېکړه کې هغه افغانان چې د مېشتېدو کارټونه هم لري شامل دي.
































