په میدان وردګو ولایت کې ګونګیان زده کوونکي وايي، د زده کړو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي. دوی وايي، که څه هم مخکې ورسره سوېډن کمېټې یو څه کومک کاوه، خو اوس هغه هم بند شوی دی. یاد زده کوونکي وايي هیله لري، چې سرپرست حکومت يې ټولګي ته د تګ راتګ او د نورو ستونزو په هواري کې له دوی سره مرسته وکړي. دوی له سرپرست حکومته غواړي، چې د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونه پرانیزي. که څه هم په افغانستان کې د ګونګیانو مشخص شمېر نه دی معلوم، خو په ډېرو ولایتو کې تر ډېره دغه ډول ښوونځي د سوېډن کمېټې په مالي کومک چلېدل.
































