په اسلام آباد کې د افغان سفارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د پاکستاني چارواکو له پرله پسې ژمنو سره سره، په دغه هېواد کې د پولیسو له لوري د افغان کډوالو نیول او ځورول لاهم دوام لري. یاد سفارت ویلي، چې د تېرو دوو اونیو په ترڅ کې په اسلام آباد او شاوخوا سیمو کې چې اکثریت اسناد لرونکي کډوال په کې میشت دي؛ د هغوی پر استوګنځایونو ورځني او شپني عملیات ترسره کیږي چې تر دې مهاله زر تنه چې نیمایي یې د مهاجرت یا سفر اسناد هم لري د پولیسو لخوا نیول شوي. افغان سفارت زیاته کړې، چې په دې عملیاتو کې له بده مرغه د ځورونو ترڅنګ د نامالومو وژنو پېښې هم رامنځته شوي، چې بیا ځلې افغان سفارت د پاکستان له حکومته غوښتنه کوي ترڅو د افغان کډوالو پر ضد د ځورونې روانه لړۍ ته چې د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغیزه کوي؛ ژر تر ژره د پای ټکی کیږدي.
































