روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې د کرونا ویروس له ۶۳۳ څېړل شویو پېښو څخه یوازې ۱۷۴ یې مثبتې وې. له دې سره پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۳۵ زره او ۴۶۳ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته ۱۷ کسان مړه شوي او ۳۶۱ نور بیا بېرته رغېدلي دي. د روغتیا وزارت په وینا، تر اوسه له کرونا ویروس څخه د مړه شویو کسانو ټول شمېر ۱ زره او ۱۸۱ او د رغېدلیو هغه بیا ۲۳ زره او ۶۴۱ ته پورته شوی دی.
































