د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ سرپرست وزیر په غور ولایت کې یوې غونډه کې د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د زیاتېدو خبره کړې ده. د کرنې سرپرست وزیر وايي، دوی هڅه کوي، چې افغانستان د خوراکي توکو د تولید په برخه کې ځان بسیاینې ته ورسوي. هاخوا د کرنې او مالدارۍ خونه وايي، چې د کرنیزو محصولاتو صادروونکي، سږ کال د تورخم دروازې د تړل کېدو او د کابل جلال اباد پر لاره، د غره د ښویېدو له امله زیانمن شوي دي. د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې، ګاونډيو او د سیمې او نړۍ هېوادونو ته، د هېواد تر ټولو ډېر صادرېدونکي توکي کرنیز محصولات دي.
































