د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویلي، چې ددې هېواد د بهرنیو چارو سرپرست وزیر جلیل عباس جیلاني په چین کې د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره وکتل. ممتاز زهرا بلوچ په خپله پاڼه ایکس کې لیکلي، چې جیلاني له افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او د سیمه ییزو ننګونو د حل لپاره د اسلام اباد پر ژمنتیا ټینګار وکړ. د سرچینې په خبره جیلاني په دې کتنه کې وویل، چې د سیمې د ثبات پر وړاندې شته ننګونې باید د ګډې حل لارې او د همکارۍ په فضا کې حل شي.
































