د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي چې، د یاد وزارت، کابل ښاروالۍ او یو ټرانزیټي شرکت ترمنځ د ډبرو سکرو د لېږد هوکړه لاسلیک شوې ده. د یادې هوکړې پر بنسټ، ټاکل شوې ټرانزیټي شرکت کابل ته د ډبرو سکاره ولېږدوي او د کانونو او پټرولیم وزارت سره په همغږۍ د کابل ښاروالۍ له لوري په ټاکلو ځایونو کې پر ښاریانو وپلورل شي. ویل کېږي دغه پرېکړه د ژمي پرمهال د ډبر سکرو ته د پلازمېنې اوسېدونکو اسانه لاسرسي په موخه شوې ده.
































