د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په نوي ډیلي، حیدراباد او ممبۍ کې د افغانستان سفارت او قونسګرۍ فعالې دي او دوی له موجودو ډېپلوماټانو سره په اړیکه کې دي. دوی په ډیلي کې د افغانستان د سفیر فرید ماموندزي د اوږدې مودې د غیر حاضرۍ خبر ورکړی. له دې وړاندې په ډيلي کې د افغانستان سفارت ویلي وو، چې د بې مخینې شرایطو له امله مجبور دي چې ټول فعالیتونه ودروي. د افغانستان سفارت ویلي وو، چې دا پرېکړه یې د هندي حکومت د نه ملاتړ له امله کړې ده. د سفارت د اعلامیې له مخې؛ دوی خپل فعالیت د هند د ډېپلوماټیکې پاملرنې د نشتوالي له امله دروي. په بیان کې راغلي، چې سفارت په تېرو شپږو میاشتو کې څو ډېپلوماټیک یادښتونه د هند بهرنیو چارو وزارت ته استولي؛ خو د ستراتیژیک مشارکت او نورو دوه اړخیزو هوکړو له مخې په دغو یادښتونو کې یې یوه ته هم پاملرنه نه ده شوې.
































