د ټرانس همالیا دریمه غونډه د افغانستان، چین، پاکستان او یو شمېر نورو هیوادونو د استازو په حضور سره په چین کې ترسره شوه. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، په ټرانس – همالیا غونډه کې پر اقتصادي همکاریو، سیمه ییز اتصال او د سیمې هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر زیاتوالي ټيڼګار کړی. نوموړي ویلي، د اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ او د افغانستان له مسیره د ټرانزیټ په برخه کې ښه زمینه برابره شوې او افغانستان له سویلي اسیا سره د منځنۍ اسیا په نښلولو کې مهم رول لري. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، د خپلو خبرو په یوه برخه کې ویلي، هڅه کیږي چې د ټاپي او ټرانس-افغان په څېر پر سترو اقتصادي پروژو کار پیل شي او له نړۍوال او اسیايي پراختيايي بانکونو غواړي چې له دغو پروژو ملاتړ وکړي. د بهرنیو چارو وزارت سرپرست بیا د دغې غونډې په څنډه کې له خپل پاکستاني او چینايي سیالانو سره جلا جلا کتنې کړي چې په دې کتنو کې یې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا، د ډيپلوماټیکو اړیکو د کچې لوړوالي، سوداګریزو دهلیزونو او سیمه ییز ثبات په اړه خبرې وکړې.
































