د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې یا اوچا یوځل بیا غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې دې له شپږم ټولګي پورته ټولې نجونې زده کړو ته پرېښودل شي. اوچا دغه غوښتنه پرون په خپله ایکس پاڼه کې د ښوونکو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پوست کې کړې او ویلي یې دي چې تعلیم د بشر اساسي حق او د یوې پرمختللې او سوکاله ټولنې بنسټ دی. اوچا ویلي، د ښوونکو د نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې ښوونکو ته د درناوي وړاندې کولو ترڅنګ یوځل بیا د نجونو لپاره د منځنیو او له هغې پورته ښوونځیو او نورو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کوي.
































