په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د سفارت کډوالو څانګې او کونسلي چارو ګډ پلاوي د اسلام آباد د پولیسو له مشر سره لیدلي او هلته د مېشتو افغان کډالو پر ستونزو ورسره خبرې کړي دي. یاد سفارت لیکلي چې، افغان پلاوي له پاکستاني لوري غوښتي چې افغان کډوال د پاکستان پولیسو لخوا تنګ شوي او اوس د غیر قانوني کډوالو سربېره؛ قانوني کډوال، ښځې او ماشومان هم نېول کیږي چې دې ستونزې لویې اندېښنې راپورته کړي دي. سفارت؛ د اسلام آباد د پولیسو مشر په حواله لیکلي چې، د قانوني کډوالو، ښځو او ماشومانو نه نېولو برخو کې یې ژمنې ترلاسه کړي دي.
































