د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ممتاز زهرا بلوڅ له یوې پاکستانۍ رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې د کډوالو ایستلو برخه کې د پاکستان لنډمهالي حکومت پرېکړه ځانګړو کسانو پورې نه ده محدوده بلکې ټول هغه بهرني اتباع پکې شامل دي چې په غیر قانوني توګه هلته اوسیږي. اغلې بلوڅ ویلي چې، پاکستان کې د قانوني افغان کډوالو د بېرته ستنېدو برخه کې د ملګرو ملتونو او نړۍوالې ټولنې مسوولیت دی چې افغانستان کې ورته مناسب شرایط برابر کړي ترڅو افغان کډوال په با عزته توګه خپل هېواد ته ستانه شي. هغې یو ځل بیا ویلي چې، افغانستان کې د ترهګرو ډلو پناه ځایونو او د پاکستان خلاف د افغانستان خاورې کارولو په اړه یې د سرپرست حکومت سره خبرې کړي او له هغوی یې غوښتي چې د یادو ډلو پر وړاندې جدي اقدام وکړي.
































