په فراه کې د نوري فايبر پروژې د پايپ اچونې لړۍ پرون د دغه ولايت د ځايي چارواکو په شتون کې پيل شوه. د ياد ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس عبدالمجید ابوذر د يادې لړۍ د پيل پر مهال د نوري فايبر پروژې روانې چارې ښې وارزولې او ويې ويل چې د يادې پروژې اړوند چارې ديرش ۳۰ کيلو متره په اوږدوالي مخته تللې دي. نوموړي په ښه ډول د دغې پروژې د پاتې چارو د بشپړولو ډاډ ورکړ. دا په داسې حال کې ده، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت تر دې وړاندې د هېواد ټولو سيمو ته د مخابراتي خدمتونو د رسولو په موخه د ګړنديو هڅو ډاډ ورکړی وو.
































