د ایران د کورنیو چارو وزیر په هغه هېواد کې د افغان کډوالو تنظیم جدي اړتیا وبلله. احمد وحیدي ویلی، هغه کسان چې ناقانونه دي باید په دې هېواد کې ونه اوسيږي او هغه کسان چې په قانوني توګه اوسیږي، باید په ټاکل شوي چوکاټ کې فعالیت وکړي. د اېرنا خبري اژانس د راپور له مخې هغه پرون خبریالانو وویل، چې د کډوالو تنظیم په دې مانا دی چې د دغو کسانو شتون باید په یوه ټاکلي چوکاټ او ترتیب سره تنظیم شي.
































