د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د افغانانو د نیونې او په جبري توګه یې افغانستان ته د لېږلو په غبرګون نن د پښتون ژغورنې غورځنګ په چمن ښار کې لاریون وکړ. په دې لاریون کې سلګونو لاریونوالو د پاکستان پر حکومت غږ وکړ، چې د افغانانو پر وړاندې زور زیاتی بس کړي. په دې راټولېدنه کې ویناوالو پر ډیورنډ کرښه د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ غوښتل، پر تلاشیو د افغانانو ځورول او د افغان کډوالو نیول وغندل. معترضانو له افغان حکومته هم وغوښتل، چي پر نړۍوال سټېج د ډیورنډ او له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو مسایل راپورته کړي.
































