کندهار کې د ۲۴ میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو تاریخي آبدو د ترمیم چارې پيل شوې. د ميرويس خان نيکه او د لوی امپراتور عليحضرت احمدشا بابا د زيارتونو د ګنبدو ترڅنګ د احمد شابابا د کور او په سپين بولدک ولسوالۍ کې د احمدشاهي حوض د رغوني چارې پیل شوې. د اطلاعات او فرهنګ سرپرست وزیر وايي چي پر دغه څلورو ابدو شاوخوا ۲۴ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې ۲۲ میلیونه د وزارت او پاتې نورې د موسسو له لوري ورکول کېږي. نوموړی وايي، چې د کندهار تر څنګ په غزني، هرات او ځینو نورو ولایتونو کې هم د تاریخي ابداتو د ترمیم چارې روانې دي. د دوی په خبره، له دې کار سره به هېواد ته د بهرنیو سیلانیانو راتګ لا زیات شي، چې ګټه یې بېرته افغانستان ته رسیږي.
































