په مکسیکو کې د کډوالو د یو بس د چپه کیدو له امله ۱۸ تنه مړه او ۳۷ نور ټپان شوي دي. دا پېښه د مکسیکو په جنوب کې د اوکساکا په ایالت کې رامنځته شوې ده. د اوکساکا ایالت د څارنوالۍ دفتر لخوا په خپاره شوي یوه بیان کې ویل شوي، د اوکساکا او کواکنوپالان د لویې لارې په ۸۸ کیلومترۍ د کډوالو لیږدونکي د یو بس د چپه کیدو له امله لږ تر لږه ۱۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۳۷ تنه نور ټپیان شوي دي. ویل شوي، چې د پېښې ځای ته ګڼ شمېر امبولانسونه او د ژغورنې ډلې استول شوي او ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي. د اوکساکا ایالت د ملکي خوندیتوب ادارې اعلان وکړ چې ډیری مړه شوي د وینزویلا د هیواد نه راغلي کډوال دي.
































