اطلاعاتو او کلتور وزارت د زرغونې انا د مقبرې ویجاړې شوې برخې بیارغوي. د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر کندهار ته په خپل سفر کې له دغه زیارته د لېدنې پر مهال ډاډ ورکړی، چې د دغه زیارت ویجاړې شوې برخې به ورغول شي. سرپرست وزیر ویلي، چې د لرغونو سیمو ساتنه او بیارغونه د حکومت او ولس ګډ مسوولیت دی. باختر اژانس لیکلي، چې له دوو ورځو راهیسې په کندهار ولايت کې د احمدشاه بابا د کور، مقبرې او میرویس نېکه د مقبرې د بیارغونې چارې هم پيل شوې دي.
































