ایراني پولیس وايي، په اقبالیه ښار کې یې د افغان کډوالو پر کور د برید په تړاو ۱۹ تنه نیولي دي. ایرنا خبري اژانس د دې ښار د پولیسو د مشر سردارعلي ابراهیمي له قوله لیکي، دا کسان قضايي ارګانونو ته معرفي شوي. پرون په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیوګانې خپرې شوې، چې په کې لیدل کېږي د ایران په اقبالیه ښار کې یو شمېر کسان د افغان کډوالو په کورونو برید کوي. د اقبالیه د پولیسو مشر دا ډول کړنې خپلسري او د عمومي افکارو ځپل بللي او زیاته کړې یې ده، اجازه به ور نه کړي چې څوک امنیت خراب کړي.
































