د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان له پاکستان غوښتي، څو د زیانمنیدونکو افغانانو خوندیتوب ته دوام ورکړي. دې دواړو ادارو نن سهار په یوه ګډه اعلامیه کې له پاکستان سره د همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چمتو دي چې د افغان وګړو د ثبت لپاره د یوه جامع او دوامداره میکانیزم په جوړولو کې مرسته وکړي. د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان په خپله اعلامیه کې په ټولو هېوادونو غږ کړی چې په جبري توګه د افغان کډوالو اخراج ودروي. د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو دا دوه سازمانونه داسې مهال دا غوښتنه کوي چې پاکستان په وروستیو تر یوې میاشتې افغانستان ته د افغان کډوالو د بېرته ستنولو اعلان وکړ.
































