په مسکو کې د ولادیمیر پوتین او شوکت میرضایف تر لیدنې وروسته کرملېن د روسیې او ازبکستان د ولسمشرانو ګډه خبرپاڼه خپره کړه. د دې خبرپاڼې په یوې برخه کې راغلي، چې روسیه او ازبکستان به په افغانستان کې د سولې او ټیکاو د رامنځته کېدو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي. شوکت میرضایف د دوو ورځو لپاره مسکو ته تللی او پرون یې له ولادیمیر پوتین سره وکتل. پوتین او شوکت میرضایف په خپله ګډه خبرپاڼه کې ټینګار کړی چې، ملګري ملتونه باید په افغانستان کې د وضعیت په ښه کولو کې اساسي همغږي کوونکی رول ولوبوي. د دغې خبرپاڼې په یوه بله برخه کې ویل شوي، چې روسیه او ازبکستان د نژاد، توکم او مذهب پر بنسټ هر ډول تبعیض غندي.
































