د ایران د بهرنۍ پانګونې ټولنې مشر وايي، په دغه هېواد کې تر ټولو ډېره بهرنۍ پانګونه د افغانانو لهخوا شوې ده. حسین سلیمي وايي، افغانانو په ایران کې له ۳۰۰ زره ډالرو څخه تر لسو میلیونو ډالرو پورې پانګونه کړې ده. د ځوانو خبریالانو ټولنې د حسین سلیمي له قوله راپور ورکړ، چې په ایران کې د بهرنیو پانګوالو په منځ کې افغانان په لومړي ځای کې، چینایان دویم او عراقیان درېیم ځای لري. د دغې ټولنې په وينا، په ايران کې به د زياتو افغان پانګوالو غوښتنه تصويب او عملي شي. حسین سلیمي وايي، که څه هم په ایران کې بهرنیو پانګوالو ته جوازونه زیات شوي؛ خو بیا هم دغه هېواد له ترکیې او د فارس خلیج له هېوادونو وروسته پاتې دی.
































