د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې دفتر وايي، چې د دغې ټولنې له خوا افغانانو ته د بشري مرستو د برابرولو په لړ کې نن په یوه الوتکه کې یې سل ټنه درمل او طبي وسایل کابل ته انتقال کړل. د افغانستان لپاره ددې ټولنې د دفتر شارژدافیرې مېرمن لوډیس پر خپله ټویټر پاڼه کابل ته د دغې بشري مرستې په رسولو کې د ټولو ښکیلو کسانو څخه مننه کړې ده. اروپايي ټولنې افغانستان سره د درملو او طبي وسایلو دا مرسته په داسې حال کې کړې، چې دغه هیواد سره د روغتیا د سکټور په ګډون نړیوالې ټولنې مرستې ډیرې کمې شوي دي. د روغتیا نړیوال سازمان تیره میاشت په یوه اعلامیه کې د نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل، چې په افغانستان کې دې د روغتیا په برخه کې د بحران د مخنیوي لپاره افغانانو سره مرستې وکړي.
































