د هرات د حوزوي روغتون مسوولینو ویلي، چې د نن سهار د زلزلې له امله په دغه ولایت کې ۱۴ تنه مړه او لسګونه نور ټپیان شوي دي. د هرات کې د عامې روغتیا رییس رسنیو ته دغه ارقام تایید کړي دي. ویل کېږي لا هم یو شمېر خلک لا هم تر خاورو لاندې اېسار پاتې دي. د امریکا د جیولوجي سروې ادارې په وینا، دا زلزله نن د ورځې د یولسو بجو خواته وشوه چې شدت یې شپږ اعشاریه دوه ریښتر ته رسیده. په راپور کې راغلي دي، چې له لومړۍ زورورې زلزلې وروسته د پنځه اعشاریه پنځه ریښتر په کچه نور ټکانونه احساس شول.
































