د افغان سرې میاشتې چارواکي وايي، چې د هرات د زنده جان ولسوالۍ۱۲ کلي د زلزلې له امله یو مخ ویجاړ شوي، چې له امله ۵۰۰ تنه مړه شوي او سلګونه نور ټپیان دي. د سرې میاشتې چارواکي وايي، چې د زلزلې له امله د ځانې زیانونو شمېرې کېدای شي تر دې هم لوړې شي، ځکه د کشک، سیاه اب او سین جو کلي په ګډون څو نور کلي هم په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي. سرې میاشتې پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د یاد ولایت په زنده جان ولسوالی کې یې تر خاورو لاندې د ژوندي پاته شویو کسانو د ژغورلو هڅې پیل کړي دي. همدارنګه دغه ټولنه وايي، زلزله ځپلې سیمې ته يې د درملو او اړینو توکو لیږدول هم پیل کړي. د افغان سرې میاشتې ریاست وايي، د هرات ولایت زنده جان ولسوالی ته د خیمو، ترپالونو، د اوبو د ذخیرې، کمپلو او خوراکي توکو بستو رسول هم پیل کړي دي.
































