د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، په بریتانیا او ویانا کې د افغانستان سفارتونو کونسلي خدمات تر بلې خبرتیا وځنډول شول. په دې خبرتیا کې، چې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند پر ټویټرپاڼه خپره کړې؛ راغلي، چې ټولو هغو هېوادوالو ته، چې په بریتانیا او ویانا کې د افغانستان سفارتونو ته د کونسلي خدماتو لپاره مراجعه کوي خبر ورکوي، چې په دغو سفارتونو کې د نه شفافیت او د بهرنیو چارو وزارت سره د نه همغږۍ له کبله کونسلي خدمات سر له نن څخه تر بلې خبرتیا د اعتبار وړ نه بلل کیږي.
































