ارګ په یوې خبرپاڼه کې د هرات له زلزلهځپلو سره د مرستو رسولو لپاره د ګډ کمېسیون له جوړېدو خبر ورکړی دی. په دې خپرپاڼه کې راغلي چې په هرات کې د وروستۍ زلزلې له امله له زیانمنو سره د مرستې لپاره، په ارګ کې د رییس الوزرا په مشرۍ بیړنۍ غونډه جوړه او ګډ کمېسیون اعلان کړل شو. په غونډه کې د کلیو جوړولو او بیا رغونې وزارت د مرستیال په مشرۍ، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت، کورنیو چارو، دفاع او عامې روغتیا وزارتونو او د افغاني سرې میاشتې ټولنې استازو او د ځينو نورو ادارو استازو او د یاد کمېسیون غړو ته دنده سپارل شوې چې ژر تر ژره هرات ولایت ته ولاړ شي او له زیانمنو سره روغتیايي او اړینې مرستې ترسره کړي. په خبرپاڼه کې راغلي چې رییس الوزرا د هرات له زلزلهځپلو سره د مرستې لپاره ۱۰۰ مېلیون نغدې افغانۍ هم دغه ولایت ته استولې دي.
































