د کابل د سروبي ولسوالي په تیزین سیمه کې سړک غاړې ماین چاودنې څلور ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د سروبي ولسوال ګوهر بابري ویلي چې دغه چاودنه نن سهار په تیزین سیمه کې د ملکي وګړو پر یو ټونس موټر شوې ده چې له امله یې دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. نوموړي زیاته کړې، دغو کسانو غوښتل چې له تیزین کلي څخه د سروبي ولسوالۍ مرکز ته لاړ شي، خو موټر یې د سړک غاړې ماین ښکار شوی دی. د یادونې ده چې شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې هم په همدې ولسوالي کې سړک غاړې ماین چاودنې د ماشومانو په ګډون د پنځه کسانو ژوند واخیست او ۱۱ نور یې ټپیان کړل.
































