د روغتیا نړیوال سازمان وايي، له څو نورو مرستندویو سازمانونو سره په ګډه د هرات زلزله ځپلو ته بېړني روغتیايي خدمات دوام لري. د دغه سازمان د افغانستان څانګې ویلي چې دوی تر دې دمه د هرات په زلزله ځپلو سیمو کې ۵۴ سیار روغتیايي ټيمونه موظف کړي چې عاجلې مرستې ورسوي. د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې دا سیار ټیمونه صحي خدمات وړاندې کوي او تر څنګ یې زیانمن خلک مرکزونو ته انتقالوي او د خلکو د اړتیاوو ارزونې کوي. په بیان کې زیاته شوې چې تر دې دمه د هرات په مرکزي روغتون کې لږ تر لږه د ۵۰۰ ټپيانو درملنه شوې ده. دغه سازمان ویلي چې د ژغورنې عملیات روان دي او په همدې خاطر دوی لا کره او وروستۍ شمېرې نه شي وړاندې کولی.
































