د امریکا د وسله وال تاوتریخوالي ثبت مرکز د شمېرو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې امریکا کې وسله وال تاوتریخوالي یو ځل بیا زور اخیستی دی. د یادې ادارې په وینا، په همدې موده کې په ټوله امریکا کې ۹۹ وسله وال بریدونه شوي دي چې له امله یې ۲۳ کسان وژل شوي او ۹۵ نور ټپیان دي. د یادې ادارې په خبره، دا پېښې د امریکا په لویزیانا، تګزاس، کارولینا، کلوراډو، شیکاګو او ایلینوي ایالتونو کې رامنځته شوې دي. د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، په ټولو پېښو کې یوازې لس یې داسې وې چې مرګ ژوبله یې نه لرله. د یادونې ده چې په امریکا کې د تورپوستي جورج فلویډ تر وژل کېدو وروسته وسله وال تاوتریخوالی ډېر شوی دی.
































