د ملګر وملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا په هرات ولایت کې د زلزلې په اړه په یو تازه راپور کې ویلي، چې لا هم ددغه ولایت د زنده جان ولسوالۍ په زلزله ځپلو سیمو کې د مختلفو سکټورونو د چټکې ارزونې د ټیمونو له خواد ژغورنې او لټون عملیات روان دي. اوچا په هرات کې د زلزلې په اړه په یو راپور کې ویلي، چې په زنده جان ولسوالۍ کې زلزله ځپلو سیمو کې کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي یو زر ۶۶۳ کورنیو ته چې د غړو شمیر یې یوولس زره او ۵۸۵ تنو ته رسیږي زیان رسیدلی دی. د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په دې زلزله کې د مړو شویو کسانو شمېر یوزر او ۲۳ او د ټپي شویو کسانو شمیریو زر ۶۶۳ تنه ښودلی دی. اوچا ویلي، چې د زلزلې وروسته د زنده جان په ولسوالۍ کې ۵۱۶ تنه چې ۲۰۳ سړي او ۲۱۳ ښځې دي لادرکه شوي دي.
































