د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خپله ټویټر پانه، له پاکستانه د ۳۸۴ کورنیو د راستنېدو خبر ورکړی. دی. دغه وزارت زیاته کړې چې دغه کډوال پرون د تورخم او سپین بولدک له لارو هېواد ته راستانه شوي دي. یاد وزارت لیکلي چې د کندهار د سپین بولدک د سرحدي امریت د معلوماتو پر بنسټ ۸۱ کورنۍ چې ۵۲۲ تنه کېږي هېواد ته راستانه شوي دي. دغه وزارت دغه راز ویلي، چې د پاکستان له بندخونو ۷۹ تنه نور خوشې او هېواد ته راستانه شوي دي.
































