د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې تېره ورځ له ایران څخه څه باندې ۳ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. دغه وزارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د هرات ولايت د اسلام قلعه له لارې د ايران څخه ۳ زره او ۶۱ تنه افغان کډوال د تلې په ۱۶مه په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي. یاد وزارت زیاته کړې، چې په يادو راستنېدونکو کې کورنۍ شاملي دي چې له ډلې یې ۴۵۸ تنه د مرستو په موخه د کډوالو نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول.
































