کابل کې د امریکا سرپرست سفیر راس ویلسن له پخواني ولسمشر حامد کرزي او عبدرب الرسول سیاف سره د سولې، سیاسي توافقنامې او ځینو نورو مسایلو په اړه خبرې کړي دي. د امریکا سفیر وایي له پخواني ولسمشر حامد کرزي او عبدرب الرسول سیاف څخه مننه کوي چې د سیاسي تفاهم فرصت یې برابر کړ خو د افغان حکومت له مشرانو غواړي څو ژر تر ژره د بندیانو تبادله بشپړه کړي او د بین الافغاني خبرو اترو ته زمینه برابره کړي. نوموړی وایي اوس ددې وخت دی چې بین الافغاني خبرې پیل شي. ویلسن داسې مهال د بین الافغاني مذاکراتو په پيل کېدو او بندیانو په تبادلې ټېنګار کوي چې افغان چارواکي وايي د طالب زندانیانو هغه بندیان نه خوشې کوي چې حق العبدي مسایل لري.
































