د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولین وايي چې له چین څخه ۲۲ کانټینره سوداګریز توکي د اوسپنې پټلۍ له لارې هېواد ته رالېږدول شوې دي. دغه سوداګریز توکي نن له دغه هېواده افغانستان رالېږدول شوي دي. د یادې ادارې د مسوولینو په وینا، دغه سوداګریز توکي چې د لېږدونکو وسایطو پرزې پهکې شاملې دي، د اوزبکستان او قرغزستان له لارې له لسو ورځو وروسته چین څخه د بلخ حيرتان بندر ته رسېدلې دي. په ورته وخت کې د بلخ والي وایي، د سیمې هېوادونو سره سوداګریزه راکړه ورکړه د هېواد په اقتصادي وده کې مهم رول لوبولی شي. په همدې حال کې د اوزبکستان استازي چې له چین څخه بلخ ته د سوداګریزو رسېدو پرمهال یې حیرتان بندر کې حضور درلود، د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي پرمختیا او د افغان سوداګرو لپاره د لا ډېرو اسانتیاوو پر رامنځ ته کولو ټینګار وکړ.
































