مشرانو جرګې د ولسمشر غني د دوه سلاکارانو همایون قیومي او شاد محمد څرګند په ګډون څلور تنه د فساد په تور لویې څارنوالۍ ته معرفي کړي دي، په څرګند او قیومي تور دی چې امریکا کې یې د افغان سفارت د دیوال جوړیدو په ۱،۸ میلیون ډالري پروژه کې په لکونو ډالر حیف میل کړي دي. د یادې جرګې د نړیوالو چارو کمېسیون رییس حسیب کلیمزي د مشرانو جرګې په نننۍ ناسته کې ویلي چې د مالیې وزارت پخواني سرپرست او په بنسټیزو چارو کې د ولسمشر سلاکار همایون قیومي، د ولسمشر بل سلاکار شاد محمد څرګند، د قیومي سکرتر او د څرګند زوم فساد کړی دی. د نوموړي په خبره، کمېسیون پرېکړه کړې څو یاد څلور چارواکي لويې څارنوالۍ ته ور وپېژني. په ورته وخت کې د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار هم دا کار د ملت په حق کې ستره جفا بللې ده. نوموړي دغه راز له ولسمشر او څارنوالي څخه د بشپړې او بې طرفه څېړنې غوښتنه کړې ده.
































