په ننګرهار ولایت کې سږ کال په ۶۲۷ هکټاره ځمکه ممپلي کرل شوي، چې د ټکل له مخې به ۱۴۰۰ میټریک ټنه حاصلات ورکړي. د دغه ولایت بزګران د ممپلیو د سږنیو حاصلاتو خوښ دي، خو د وچکالۍ شکایت کوي او له مسوولینو د اوبو د بندونو ذخیرو د جوړېدو، سرې او اصلاح شویو تخمونو غوښتنه کوي. د ننګرهار د کرنې ریاست مسوولین بیا د تېر کال په پرتله د ممپلیو د حاصلاتو د زیاتوالي خبره کوي او بزګرانو ته د دوی د ستونزو د حل ډاډ ورکوي. د ننګرهار د کرنې ریاست د مسوولینو د معلوماتو له مخې د دغه ولایت ممپلي ښه بازار لري او اوسمهال د ختیځو ولایتو تر څنګ، کابل، کندوز، بغلان، مزار او د هېواد یو شمېر نورو ولایتونو ته هم لېږدول کېږي.
































