له مشرانو جرګې وروسته ولسي جرګې هم په امریکا کې د افغانستان سفیره رویا رحماني او د ولسمشر غني دوه ارشد سلاکاران همایون قیومي او شاد محمد څرګند لویې څارنوالۍ ته معرفي کړي دي، پر دوی تور دی چې امریکا کې یې د افغان سفارت دې دیوال جوړولو په ۱،۸ میلیون ډالري پروژه کې لکونه ډالر حیف و میل کړي دي.ولسي جرګې له لویې څارنوالۍ غوښتي چې درې واړه ممنوع الخروج او که له هیواد بهر وي د انټر پول پولیسو په واسطه یې افغانستان کې محاکمې ته حاضر کړي.
































