د کندهار د سپین بولدک اوسیدونکي وايي، نن سهار د سپین بولدک ـ چمن دروازه د پاکستاني پوځیانو له لورې هغه مهال وتړل شوه کله چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته تلونکي افغانانو ته پر تذکره د تګ اجازه نه ورکوله. پاکستاني پوځیان وايي، افغان مسافر پاکستان لوري ته د تګ پر مهال باید پاسپورټ او تذکره دواړه ولري. خو تر دوه ساعته وروسته افغان او پاکستاني چارواکو پرېکړه وکړه چې د افغانستان له لوري مسافرو ته پر تذکره او د پاکستان له لوري مسافرو ته پر شناختي کارډ د تګ اجازه ورکړي. څو ورځې وړاندې د پاکستان د دغې پرېکړې په غبرګون د پاکستان په چمن ښار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري لاریون هم تر سره شوی و.
































