د پنجشېر له کانونو په قانوني ډول استخراج شوي ۳۹۳۰ صندوقه زمرد د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ۱۶۵ زره او ۳۰۰ ډالرو په ارزښت د هېواد په یوه ملي سوداګر او د “لي” په نوم د چین په یوه سوداګر وپلورل شول. د پنجشېر د کانونو او پټروليم رييس قاسم اميري وويل، چې له دغه ولايت څخه د زمردو ٣٩٣٠.٧١ صندوقه استخراج شوي زمرد د پنجشېر د کانونو د څارنې کمېټې د مسوولينو په حضور کې د داوطلبۍ له لارې د هېواد پر سوداګرو پلورل شوي دي. هغه زياته کړه، د پنجشېر زمرد د پلور لپاره د داوطلبۍ پروسه په رسمي او قانوني ډول ترسره شوه او په پوره شفافه فضا او په لوړه بيه وپلورل شوه. امیري وویل، چې دا د پنجشېر د زمردو کان درېيم محصول دى چې په يوه مياشت کې د هېواد پر ملي سوداګرو پلورل کېږي.
































