د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستيال په مشرۍ یو لوړپوړي پلاوي نن سهار د قوشتېپې کانال د لومړي فاز ګټې اخیستنې او د دویم هغه د چارو پیل په مراسمو کې د ګډون لپاره بلخ ولایت ته سفر وکړ. د اقتصادي مرستیالۍ دفتر زیاته کړې؛ د قوشتېپې کانال لومړی فاز ۱۰۸ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د بلخ ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د آمو له سینده پیلېږي، د حیرتان له اوږدو دښتو تېرېږي او تر دولتآباد ولسوالۍ پورې رسیږي، د یادولو وړ ده، چې د قوشتېپې کانال لومړي فاز چارې له ټاکلې نېټې اته میاشتې مخکې بشپړې شوې دي.
































