د بريټانيا د بهرنيو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره له تاوتريخوالي د ډکې مبارزې ملاتړ نه کوي او دا د افغانستان په ګټه نه ګڼي. د بهرنیو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې بریټانیا دغه سیاست تعقیبوي. دا معلومه نه ده چې د بريټانيا د بهرنيو چارو وزارت دغه بیانیه د کومې پیښې، کومو اشخاصو او ادارو د فعاليتونو په غبرګون کې خپره کړې ده. په اعلامیه کې ویل شوي، اشخاص او سازمانونه اجازه نه لري چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي له لارې د سیاسي بدلونونو لپاره د بریټانیا خاوره وکاروي. دغه وزارت ویلي، چې د افغانستان له اوسني سرپرست حکومت سره له عملي تعامل پرته بل بدیل نه شته. تر دې مخکې د بریټانیې د پارلمان د دفاعي کمېټې مشر ټوبایس الووډ د افغانستان له سرپرست حکومت سره د تعامل غوښتنه کړې وه.
































