د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په ازبکستان کې افغان سفارت افغان وګړو ته د پاسپورټونو د چاپ او وېش لړۍ پیل شوه. د دغه وزارت مرستیال ویاند پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د بهرنیو چارو وزارت د کونسلۍ ریاست او په ترمز کې د جنرال کونسلګرۍ په هڅه او د کوربه هېواد ازبکستان په همکارۍ دا پروسه پیل شوې ده. د نړۍ په زیاتو هېوادونو کې دېره افغان وګړي شکایت لري چې دوی ته نوي پاسپورټونه نه ورکول کېږي او زاړه پاسپورټونه هم په زیاتو پیسو ورته تمدیدېږي.
































