د اروزګان ځايي مسوولین وايي، د یاد ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د ټولګټو چارو ریاست په مالي ملاتړ او د څلورمې پلې لوا په تخنیکي همکارۍ د ۲۷ کیلو متره سړک د جغل اچولو چارې پیل شوې دي. د اروزګان ولايت د مقام وياند احسان الله حماس وايي چې دغه ۲۷ کيلومتر سړک د مهراباد د سرې اډې سيمې څخه پیل او تر پاتان نومي سيمې پوري رسېږي. تر دې مخکې هم د یاد ولایت په بېلا بېلو سیمو کې د حکومت په مالي لګښت یو شمېر سړکونه په اساسي او پاخه توګه رغول شوي وو.
































