د پکتیا د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو ویلي، چې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له لوري د دغه ولایت د مرکز ګردېز په ګډون ۱۴ ولسوالیو کې پر ۱۷ زره ۸۰۰ اړمنو بزګرانو د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو ويش پیل شوی دی. د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رییس عبدالروف سعید وايي، چې هر بزګر ته ۵۰ کیلو ګرامه اصلاح شوي غنم، ۵۰ کېلو ګرامه توره سره او ۵۰ کېلو ګرامه سپینه سره په وړیا ډول ورکول کېږي. د مسوولینو په خبره د غنمو اصلاح شویو تخمونو د وېش موخه د اړمنو بزګرانو لاس نیوی او ملاتړ دی. په ورته وخت کې یادو بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو له وېش څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې په دې سره به ښه حاصلات ترلاسه کړي.
































