د بهرنيو چارو سرپرست وزیر په کابل کې د ایران د خراسان رضوي ولایت د والي یعقوب علي نظري په مشرۍ له اقتصادي او سوداګریز پلاوي سره کتلي دي. بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو پر ګډو همکاریو ټينګار کړی دی. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي، چي په افغانستان کې د امنیت او د نشه يي توکو د تولید ستونزه حل شوې، د پخوا په پرتله د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو لپاره زمینه مساعده ده او له نړیوالو سره د سرپرست حکومت تعامل او اړیکي د پرمختګ په حال کې دي. یعقوب علي نظري د پلاوي په مشرۍ د هرات ولایت د روانې اونۍ د شنبې د ورځې د مرګونې زلزلې له کبله د مرګ ژوبلې او اوښتو زیانونو په اړه خواخوږي وړاندې کړې او کابل ته یې سفر له لاسته راوړنو ډک بللی دی. نوموړي د دواړو هېوادونو د اړوند وزارتونو ترمنځ د کاري او تخصصي همغږۍ لپاره د ځانګړې ډلې رامنځته کول د همکارۍ او پرمختګ لپاره نوی ګام بللی او هیله وښودلې، چې ډېرې لاسته راوړنې به ولري.
































