د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال د ملګرو ملتونو له سیاسي مرستیال مارکس پوتزل سره کتلي دي. کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د هرات زلزله ځپلو ته په مرسته رسولو، ټینګ شوي امنیت، سیمه ییزو او نړیوالو سوداګرو پانګه اچونې او هڅونې بحث او خبرې کړې دي. د سرچینې د معلوماتو له مخې؛ پوتزل د هرات له ولسونو سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ د کورنیو چارو لومړدي مرستیال ته د ملګرو ملتونو د پنځه میلیونه ډالرو مرستې په اړه، چې زیانمنو ته به پرې لومړنۍ اسانتیاوې برابرې شي؛ معلومات ورکړي دي. نوموړي زیاته کړې، چې رامنځته شوی امنیت د پانګهوالو لپاره ښه فرصت برابر کړی دی. د کورنیو چارو لومړي مرستیال په هرات ولایت کې د پېښ شوي ناورین له زیانمنو سره د دوی له مرستو ستاینه کړې او وایي، چې د کورنیو چارو وزارت امنیتي ځواکونه په خپل ټول توان په هیواد کې د ټولو مرستندویه موسسو او نړیوالو بنسټونو د امنیت ساتلو هڅې کوي.
































