د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا د افغانستان لپاره د دې شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنېټ د ماموریت دوره د یو بل کال لپاره تمدید کړه. د بشري حقونو د څار ادارې د ښځو د څانګې مشرې، هیدر بار پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د افغانستان په اړه یو نوی پریکړه لیک تصویب شو، چې په هغه کې د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د ماموریت تمدید هم شامل دی. بلخوا، ریچارډ بنیټ هم په ایکس پاڼۍ کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د دې پریکړې ستاینه کړې ده. په پرېکړه لیک کې له ریچارډ بېنېټ څخه غوښتل شوي، چې د بشري حقونو شورا په ۵۴ مه غونډه کې د هغه د وړاندې شوي راپور پر بنسټ، د ملګرو ملتونو د کاري ډلې او نورو اړوندو اشخاصو او بنسټونو سره په همغږۍ کې، د افغان ښځو او نجونو د بشري حقونو په هکله راپور چمتو او د بشري حقونو شورا ته یې وړاندې کړي.
































